Loading...

ډاکټر سید نورﷲ جلیلی

د ۱۳۹۸ کال نوماند

رایه ورکړئ

مونږ وپیژنئ

---

---

عکس
ټاکنیزه نښه
ټاکنیزه شمیره

ژوند لیک

د ډاکټر سیدنورﷲ جلیلي ژوند لیک

زه ډاکتر سیدنورﷲ جلیلي د سیدعبدالرحمن جلیلي زوی یم، په ۱۳۵۴ هجري شمسي کال کې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالی په مزینه کلي کې زیږدلی یم. دا چې پلار مې په بلخ ولایت کې ډاکتر و نو د مکتب دوره مې هملته بشپړه کړه او په ۱۳۶۹ کال کې د کانکور له لارې د کابل په طب پوهنځي کې شامل شوم. په ۱۳۷۹ کال کې یانې د طالبانو واکمني پر مهال د کابل له طب پوهنځي فارغ شوم. یوه مېرمن او څلور ماشومان لرم او خپلې کورنۍ سره په کابل ښار کې اوسیږم.

د ژوندانه تر ټولو ستره غمېزه مې په پنځلس کلنۍ کې د خپل پلار له لاسه ورکول و چې ورسره په هماغه نوې ځوانۍ کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ مشر شوم او مجبور وم چې د لوست او زده کړو ترڅنګ کار وکړم او د یو پلار په توګه د خپلې کورنۍ مشري وکړم.

په اویایمه لسیزه کې کله چې د افغانستان حکومت د مجاهدینو په لاس سقوط وکړ او تنظیمي جګړې پیل شوې زه له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار په مکرریویانو سیمه کې اوسیدم. د نورو هیوادوالو په تیره بیا د کابل ښاریانو په شان زه هم له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوم او ډیرې سختې، ویرونکې او له خطره ډکې شپې او ورځې مې تیرې کړې او په پای کې اړ شولو په کابل ښار کې خپل کور پریږدو او جلال اباد ته کډه وکړو. دا دقیقآ هغه وخت و چې ډیر زیات خلک له کابله جلال اباد ته په کډه اړ شوي وو، په هغه ښار کې ډیره زیاته ګراني، بیکاري او د ژوند نورې ستونزې وې. د یو تنکي ځوان په توګه چې هیڅکله مې هم دومره سختې ورځې نه وې لیدلې مجبور شوم چې د ځان او خپلی کورنۍ ساتلو په خاطر له دهقاني رانیولې تر مزدورکاري، خښتو، پنډيتوب(جوالیتوب) او نورو سختو کارونو پورې، ترسره کړم. هیڅکله په غریبي ونه شرمېدم او نه مې هم د مشکلاتو پرمهال خپل همت له لاسه ورکړ بلکې د یو غر په څیر د ډیرو سختو حالاتو مخې ته ودریدم او وجنګیدم. د ډیرو کلونو له سخت او پرمشقته ژوند وروسته کابل ته راستون شوم، خپل پلارنی کور مې په مکررویانو کې ورغولو او تر اوسه هم په هماغه غریبانه کور کې په خورا زیاته مېنه او هیلو اوسیږم.
څرنګه مې چې په پورتنیو کرښو کې وویل، زما ژوند هم د نورو افغان ځوانانو په څیر له هماغه پیله یانې کله چې پنځلس کلن ځوان وم له درد او غم سره ملګری و او په ځوانۍ کې د یو هوسا ژوند پرځای له ډیرو زیاتو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ وم، هغه کړاونه چې د ځوانۍ خوږ پسرلی یې له ما واخیست او هیڅ پرې پوه نه شوم.

په هرحال په خپل ستړي او ستومانه ژوند کې په یوه نه یوه بڼه د یو قانونمند نظام او حکومت له نشتوالي کړیدلم او هر وخت به مې سیاسي افکار ذهن ته راتلل او په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې به مې سوچ کولو او خپله خیالي دنیا به مې له ځان سره رسموله. تر ټولو لویه هیله او ارمان مې دا و چې هیڅ ځوان هم د ځان په شان په سختو شرایطو کې ونه وینم. هیڅ ځوان باید مجبور نه شي چې د تحصیل پر ځای د کورنۍ نفقې پیدا کولو په خاطر کار وکړي، هیله مې درلوده چې ماشومان له خپل ماشومتوب او ځوانان له خپلې ځوانۍ پوره خوند واخلي او هیڅکله د ژوند دا طلایي دوره د ستونزو په سبب له لاسه ورنه کړي.

ټولنیز فقر، بې وزلي، غریبي، جنګ او نورو مشکلاتو زه پوره وسوزولم او د فولادو په شان یې پوخ کړم. که څه هم دغو مشکلاتو زما د ژوندانه او عمر ډیره مهمه برخه وخوړله خو دا ذهنیت یې راسره پیدا کړه چې د نوي نسل د نیکمرغي او سوکالي په اړه په عیني او رښتیني ډول فکر وکړم او همدا فکر ددې عامل دی چې اوس د ځوان نسل د نیکمرغي له پاره کار کوم او غواړم چې اوسنی او راتلونکې نسل سوکاله او ارامه نسل وي، هغه نسل چې د خپل عمر له هر پړاو خپل خپل خوندونه واخلي او خپل ژوند په پوره خوشحالي او هوساینه تیر کړي.

که زما د ژوند اقتصادي اړخ ته وګورئ نو زه د دنیا دویم یا درېیم اقتصادي متفکر نه وم او نه هم یم بلکې زه یو غریب او مجبور انسان وم چې د روزګار د مشکلاتو په سبب مې ډیر سخت او پر مشقته کارونه پیل کړي او د دغو مشکلاتو او سختو کارونو تر منځ مې خپله لار موندلې او پرمختګ مې کړی دی، هغه پرمختګ چې د الله تعالی (ج) په نصرت او زما په خپل نه ماتیدونکي همت ترلاسه شوی دی.

زما د اقتصادي فعالیتونو شروع د خښتو یوه بټۍ وه چې په ډیرو لږو پیسو او امکاناتو مې جوړه کړې وه، زه ددې بټۍ مالک هم وم او مزدورکار هم، یو شمېر غریبو هیوادوالو هم راسره په کې کار کاوه، د اوړی په سوزونکي لمر کې مې تر ټولو زیات کار کاوه، خښتې مې اچولې او بټۍ مې هم ګرموله او ددغه کار په کولو مې د هیڅ ډول شرم احساس نه کاوه، په خپل کار مې تل ویاړل او هغه مې په ډیر شوق ترسره کاوه. د اوړي لمرونو او سختو کارونو دومره وسوزولم چې پوخ شوم او په پوره او رښتینې توګه مې د اقتصاد مانا او مفهوم درک کړ، و پوهیدم چې اقتصاد یانې څه؟ پیسی ګټل یانې څه؟ غریبي یانې څه؟ ژوند یانې څه او مسوولیت یانې څه؟ د مسوولیت مننې په یوه دنیا کې رالوی شوم هغه دنیا چې مجبور وم خپله ډوډۍ هم پیدا کړم او د راسره خلکو هم، هیڅکله مې هم مفته او اسانه ډوډۍ نه ده خوړلې او هره ورځ راسره د صبا او صبا راسره د بل صبا غم و. پوره او په تمامه مانا پوه شوم چې زموږ حکومتي چارواکو څومره بې غمه او بې مسوولیته ژوند تیر کړی دی، نه له مصارفو خبر وو او نه له عوایدو، نه د ګټې په فکر کې وو او نه هم ورته کوم زیان متوجه و، تل خپلې دندې ته ناوخته راغلی او وخته تللی او په دفتر کې یې هم فقط او فقط خپل وخت ضایع کړی او خلکو ته یی مشکلات جوړ کړي او د چا خبره یو غریب سړی یې په تورو نخودو پسې په ورځو ورځو سرګردانه کړی دی. همدغو غیر مسوولو او بی احساسه مشرانو موږ له نړیوال انساني کاروانه دومره شاته کړي یو چې ټول عمر مو په احتیاج او محتاج کې تیر شو او تل پر نړیواله ټولنه یو بار او تاوان شوي ملت یو او هیڅوک مو تحویل نه اخلي. هیڅکله مو د خپلو مټو ډوډۍ ونه خوړه او همېشه کله د شوروي او کله د امریکا پر اوږو بار یو او ټوله دنیا مو د یو مفت خور او تیار خور هیواد په توګه پیژني او خصوصا دا راته هغه وخت ډیره شرموونکې ده چې په ګاونډ کې مو ټول انسانان لکه پاکستانیان، ایرانیان او ان زموږ غریب تاجیک ګاونډی د خپلو مټو ډوډۍ خوري او زموږ برخلاف پر هیچا بار نه دی.

هر وخت به مې چې خپلې بې وسي او غریبي ته کتل نو بیا مجبوریدم چې د خپلو سیاسي مشرانو پر ژوندانه هم یو نظر واچوم او پوه شم چې دوی له سیاست مخکې څوک وو؟ او ولې او څنګه سیاست ته راغلي وو؟
ډیر ژر مې وموندله چې زموږ اکثره سیاسي مشران له سیاست مخکې ډیر غریب او بې وزله کسان وو او ډیر له دوی سیاست ته د اقتصادی مجبوریت له مخې راغلی دي نه د یوې ملي او مثبتې انګیزې له مخې. سیاست ته تر ننوتلو وروسته دوی ډیر شټمن شوي او د ژوندانه وضعیت یې ډیر لوی بدلون موندلی دی. دوی له اقتصادي پلوه شتمن شوي وو خو له معنوي پلوه یې هغه سپیڅلي شعارونه او خبرې چې دوی ورسره مبارزه شروع کړې وه په بشپړ ډول هیر کړي وو.له بیت الماله ناوړه استفاده او خپلو کورنیو ته په خدمت او زمېنه برابرولو دوی دومره بوخت شوي وو چې خدای (ج) ترې هیر، د ملت غم ترې هیر او ان خپلې کړې ژمنې یې هم هیرې کړې وې. زه خپلو فکرونو، سوچونو او تجربو دې پایلې ته ورسولم چې هر هغه رهبر چې د هغه خپل جیبونه تش وي او خلکو ته د هغوی جیبونو ډکولو وعده ورکوي کاملاُ دروغجن دی او باید هیڅکله هم باور پرې ونه کړو او نه د هغوی په احساساتي خبرو وغولیږو ځکه په تشو او خالي جیبونو سیاست ته ننوتل خامخا انسان له خپل اصلي سیاسي تګلوري منحرفوي او د خدمت پر ځای انسان فساد ته مخه کوي، خلکو ته د خدمت پر ځای لومړی له بیت الماله د خپلو جیبونو په ډکولو بوختیږي او د وخت په تیریدو سره په کاملاُ تورو او خبیثه ارواحو بدلیږي هغه ارواحې چې بیا هیڅکله د حق اواز نه اوري او نه حق ګوري او ورځ تر بلې په فساد کې ډوبیږي تر هغې چې کاملاُ تباه شي. دوی بالاخره تباه کېږي خو یو ملت او د انسانانو یوه لویه ټولنه هم بدبخته کوي.

د همدغه سیاسي ذهنیت او لیدلوري په لرلو سره مې پریکړه وکړه چې په هیڅ وجه د مفسدو سیاستوالو لار تعقیب نه کړم او نه هم د هغوی په شان په تشو جیبونو سیاست ته داخل شم، له ځان سره مې قغوڅه پریکړه وکړه چې مخکې له دې چې حکومت او یا سیاست ته داخل شم باید حلال او مشروع کسب و کار وکړم او د هغه له لارې ځان شټمن کړم، خپلې شخصيغوښتنې او اقتصادي ستونزې حل کړم او چې هرکله له اقتصادي پلوه په بشپړه توګه پر ځان متکي شوم نو بیا سیاست شروع کړم اوهیڅکله د فساد پر لوري ولاړ نه شم او یوازې او یوازې د خلکو د ګټو له پاره کار و کړم او هیڅ ډول شخصي ګټه په نظر کې ونه نیسم او نه هم له بیت المال سره خیانت وکړم.

د الله تعالی(ج) په نصرت او د خپلو ملګرو او همکارانو په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو بریالی شوم چې له اتلس کلن سخت تجارت او کاروبار وروسته خپل ځان په هغه ځای کې ووینم چې هیله مې درلوده او کوم مې چې د ځان له پاره په اقتصادي لحاظ ټاکلی و، د الله (ج) په فضل فقر مې هم ختم شو او تش جیبونه مې هم په حلالو او مشروع پیسو ډک شول، یواځنی کمی چې احساسوم هغه د یو اباد او قوي ملت نه لرل دی، سره له دومره مادیاتو د افغان په نوم په هیڅ ځای کې دروند نه شوم او نه مې هم احساس د ارامې وکړ، د دنیا په هر کنج کې راته خلک د یو بی وزله او غورځیدلي ملت د یو وګړي په سترګه ګوري او دا هغه څه دي چې نه یواځې زه بلکې ټول افغانان یې د دنیا په ګوټ ګوټ کې له درد، تاثر، حقارت او غم سره مخ کړي دي.

کله چې ماشوم وم تل به مې له ځانه پوښتنه کوله چې زما د صنف د تخته پاک او تباشیر پیسې څوک ورکوي؟ زما د معلم معاش څوک ورکوي؟ زموږ د کتابونو او مکتب لګښت څوک ورکوي؟ او بالاخره د تحصیل په دوره کې زموږ له استادانو رانیولې تر لیلیې پورې دا ټول لګښت چا او ولې ورکاوه؟ زما په شان په یو ماشوم او وروسته په یو ځوان دا دومره مصارف چا کول او ولی یې کول؟ ایا دغه مصارف د وطن مور کول؟ ایا دغه مصارف همدغه غریب او فقیر افغانستان ورکول؟ که یی ورکول نو ولې او د کومې ورځې په خاطر؟ ایا په همدغه خاطر یې کول چې کله موږ لوی او د علم او فضیلت خاوندان شو او بیا ولاړ شو د نورو ملکونو خدمت وکړو؟ او که ددې له پاره یې ورکول چې موږ بیرته دهمدغه فقیر او غریب ملک خدمت وکړو او په سختو ورځو کې یې په کار شو؟
هو دغه مصارف زموږ همدې غریبې او فقیرې مور یانې افغانستان کړی وو او هدف یې هم همدا وو چې خپل نازولی ماشوم سیدنورالله جلیلي لوی کړي، د علم او پوهې خاوند یې کړي، په سیمه ییز او نړیوال سیاست یې پوه کړی او ددې وړ یې کړي چې دا غریبه مور د بې وزلي، فقر او احتیاجه خلاصه کړي، د دنیا د نورو میندو ترمنځ یې سیاله کړي، د عزت خاونده یې کړي، هو خوشحاله او ارامه یې کړي او د نورو له احتیاج او محتاجه یې خلاصه کړي.

ویاړم چې نن د افغانې مور هغه ماشوم ستر شوی او تیار دی چې خپل ټول پاتې ژوند د وطن له مور قربان او افغانستان له احتیاج، فقر، بیچاره ګي او دربدري خلاص او پر یو ویاړلي او سرلوړي هیواد بدل کړي.

په داسې حال کې چې خپل ټول شخصي او فامیلي مسوولیتونه مې سرته رسولي او هیڅ ډول اقتصادي مشکل نه لرم غواړم په یو غوڅ عزم او اراده د خپلو ارمانونو د تحقق له پاره کار شروع کړم هغه ارمانونه چې د کلونو کلونو له پاره مې د هغه انتظار درلورد یانې د وطن خدمت، د وطن د مور د حق اداینه او په رښتیني او صادقانه ډول د افغانستان خلکو او خاورې ته خدمت کول. غواړم خپل پاتې عمر په هره اندازه چې د الله (ج) رضا وي د افغانستان دردیدلي او کړیدلي ولس او د وطن مور د زخمي زخمي وجود د مرهمولو او علاج له پاره وقف کړم.

د ۱۳۹۶ کال په شروع کې مې د یو پنځه کلن پلان له مخې خپلې سیاسي موخې و ټاکلې او غوښتل مې چې د پنځو کلونو په موده کې د مختلفو سیاسي او اجتماعي کړنلارو او پروګرامونو له لارې د افغانستان په سیاسي ټولنه کې مطرح او په تدریجي ډول وده وکړم. ټولې هغه ترخې تجربې چې له خپل ژونده یې لرم د افغانستان د خلکو په نفع وکاروم او داسې یو کاروان رامنځ ته کړم چې هدف یې فقط او فقط د افغانستان خلکو ته په واقعي ډول خدمت کول وي او بس.

له ډیرو سفرونو وروسته او په بیلابیلو کورنیو او بهرنیو سیاسي غونډو کې له ګدون وروسته متوجه شوم چې افغانستان په یو ډیر خطرناک او حساس سیاسي دریځ کې دی او هره شیبه امکان شته چې افغانستان له سیاسي سقوط سره مخ او د اویایمې لسیزې ترخې تجربې یو ځل بیا تکرار شي. خپه ځانګړې توګه داهم راته مالومه شوه چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یوې سیاسي او پوځي ناکامۍ په درشل کې ده او هره شیبه امکان لري چې په غیرمسوولانه ډول افغانستان پریږدي او د یو خطرناک سیاسي او اجتماعي ناورین سبب وګرځي.

په دغسې یو حالت کې مې د افغانستان سیاسي سقوط تیرې ترخې تجربې او خاطرې یو ځل بیا په ذهن کې راوګرځیدې او راپه یاد شول چې زموږ هیواد او خلکو د شوروي قواوو د وتلو او د ډاکتر نجیب الله د نظام له سقوط وروسته څومره بدې ورځې ولیدلې او څومره وحشتناک حالتونه مو شاته پریښودل، کور په کور او کوڅه په کوڅه جنګونه، مهاجرتونه، وژنې، د انساني کرامت ضد جنایات، ځورونې، جنسي تیري، د خلکو حقارت، په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان د خلکو ترخې شپې او ورځې او په سل هاوو نور غمونه او دردونه چې یادول یې په دغه ځای کې لازم نه بولم، هغه وحشتناک حالات وو چې تر سترګو مې تیر شول او ډیر سخت و ویریدم چې خدای مه کړه یوځل بیا له دغسې حالاتو سره مخ نه شو او خدای ناخواسته یوځل بیا مو هیواد له کورنۍ جګړې او سقوط سره مخ نه شي.

نو په همدغه خاطر مې په بیړه پر خپل پنځه کلن سیاسي پلان بیا کتنه وکړه او ومې پتېیله چې ددغه وحشتناک حالت د مخنیوی په موخه په عاجله توګه په همدې دوره کې ځان د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړم او کوشش وکړم چې د افغانستان د خلکو رایې لاس ته راوړلو له لارې دهیواد د سقوط مخه ونیسم او پرېنږدم چې هیواد مو یوځل بیا د اویایمې لسیزې په ډول له سیاسي سقوط سره مخ شي. له دې پریکړې مې هدف او مقصد دادی چې د یو پاک او سپیځلي سیاستمدار په توګه د افغانستان د سیاست مېدان ته ورودانګم، د هغه سیاستمدار په توګه چې په ټول ژوند کې یې په هیڅ سیاسي فعالیت کې برخه نه ده اخیستې او نه یې هم نوم په هیڅ ډول تور لست کې موجود دی، هیڅ راز حکومتي دنده یې نه ده ترسره کړې او په هیڅ ډول سیاسي، اقتصادي او بشري ضد جنایاتو تورن نه دی، تل د یو مظلوم او بیچاره افغان په توګه پاتې شوی دی او د افغانستان د بیلابیلو پاړکو او پرګنو له منځه پوره او عیني تجربه لري، د افغانستان د خلکو پر ټولو مشکلاتو پوره خبر او په واقعي ډول دردمند دی او یواځنۍ هیله یې د افغانستان خلکو ته په مخلصانه او صادقانه ډول خدمت کول ده.

غواړم د افغانستان د خلکو یو واقعي خادم او غمخور په توګه په را روانو ټاکنو کې ځان کاندید کړم او کوشش کوم چې د افغانستان د یو سپیڅلي او دردیدلي اولاد په توګه خپل ځوریدلی او کړیدلی ولس پر یو واحد محور راټول او د خپل هیواد اوږدې او تاریخي بدبختۍ ته د پای ټکې کېږدم. غواړم افغانستان د یو حقیر، فقیر او بدبخت هیواد له دریځه پر یو سرلوړي، شتمن او نیکمرغه هیواد بدل کړم چیرته چې هر افغان پر ځان او خپل هیواد و ویاوړي او فخر وکړي.

ان شاءالله و تعالی.

تازه خبرونه

ویدیوګانی

نظریات تان را ارسال کنید

info@jalili.af

+93 789 123 456